پېښور 07 مئ?? (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهبازشريف وئيلي دي د ټولو صوبو په يو ډول پرمختګ باور لرو كله چې څلور واړه صوبې پرمختګ وكړي نو دا به د پاكستان پرمختګ وي ٬ په محنت سره به پاكستان په نړۍ كښ?? وړاندې ځي٬ په حقيقي پاکستان كښ?? به ټولو ته كسانو د فرق نه غير موقعې وركوو ٬ د خېبر پښتونخوا پشمول د ټول پاكستان اولس له به د روغتيا وړيا آسانۍ وركولې شي،تير حكومت قرضې اخستلو سره د هېواد معيشت تباہ کړې كوم يو تن چې څلور كاله وزيراعظم ؤ هغه اولس ته دروغ وئيلي دي ٬ هغه اولس ته د كاركردګۍ ښكاره كولو لپاره څه هم نه لري، زمونږ حكومت د اولسې ښېګړې لپاره چمتو دے په كومه بيعه به چې په پنجاب كښ?? اوړه ترلاسه كېږي په هغه بيعه به په كے پي كے كښ?? هم ترلاسه كېږي ٬ د اولس سوكالۍ له به هر ممكن هڅې كولې شي۔ده د خالي په ورځ د عوامي رابطه مهم په لړ كښ?? شانګله كښ?? اولسې غونډې ته وينا كوله۔په دې موقع د مسلم لیګ ن صوبائی صدر انجنئیر امیرمقام، سیکرټري مرتضي جاوید عباسی، د قامي اسمبلۍ غړي ډاكټر عباداللہ، اختیار ولي، ارشاد خان، فضل اللہ هم خطاب وكړو۔په دې مهال د اطلاعاتو او خپرونو وفاقی وزیره مرېم اورنګ زیب، سنېټر صابر شاہ، سردار محمد یوسف هم موجود ؤ۔ د وزیراعظم پنډال ته په راتګ د هغه تود هركلې وكړې شو، امیر مقام وزیراعظم ته روایتی پګړۍ په سر كړه۔ په دې موقع په شاهراہ ریشم هر پلو د مسلم ليګ بيرغ هسك كړې شوې ؤ۔ وزیراعظم په خطاب کښې ووئيل نن زه د نواز شريف د شیر کور ته راغلې يم ٬ وزيراعظم شهباز شريف په دې موقع په بشام كښ?? د ميډيکل کالج جوړولو پشمول د ټولو ??ني??دي مسئلو حل كولو لپاره د دوه اربه روپو ګرانټ اعلان کړو۔ غونډي ته په خپله وينا كښ?? شهباز شريف ووئيل درې اوونۍ وړاندې ما د خادم پاکستان چوكۍ سنبھال كړه نو ما د ټول پاكستان د دورې كولو اراده وكړه په دې مهال ما په خېبر پښتونخوا كښ?? اول د شانګلې د دورې كولو پريكړه وكړه ٬ خېبر پښتونخوا د پاکستان تر ټولو خائسته صوبه ده او دا هغه صوبه ده د كومې تاريخ چې لوئ قربانۍ لري ٬ د صوبې اولس بهادر او پاکستان لپاره ئې ګڼي قربانۍ وركړې دي۔خېبرپښتونخوا كښ?? د نواز شريف شير مېشته دې ٬ د شانګلې غيور اولس ته سلام كوم ۔ ده ووئيل د اولس لپاره د دروغو وعدې نه كوم تر ټولو اول پاكستانې يم او بيا دې نه پس چې څه يم د اولس خذمت لپاره به شپه ورځ كار كوم ٬ مسلم ليګ ن په لسه كلونو كښ?? په پنجاب كښ?? د يتيمانو او كونډو لپاره د درملنه ويړيا كړې وه كوم به چې نن څلور كاله پس بيا په پنجاب كښ?? دغه سلسله پيل شي تر څو چې ژوندې يم د قوم لپاره به په زړه پورې هڅې كوم ٬ شہبازشريف ووئيل د پي ټي آئي حکومت اولس د صحت آسانيو څخه محروم كړې پخواني حكومت كوم روغتون نه دې جوړ كړې او نه ئې دې پلو پام لرنه كړې خېبرپښتونخوا كښ?? اولسې ښېګرې پروووې د تاخير ښكار شوې كله چې په پنجاب كښ?? بندي پروژوې پيل كړې شوې نو ګراني زياته شوه او د تاريخ تر ټولوز يات قرض اخستې شوې په څلورو كلونو كښ?? 24 زره اربه روپۍ قرضه اخستې شوې مونږ په ,11 11مياشتو كښ?? ميټرو بسونه چلولي دي ۔ ده ووئيل د صوبې ??ني??دي مسئلو حل كولو له به په زړه پورې كار كولې شي ۔ ده ووئيل په ټول هېواد كښ?? ګراني ده ٬ اوړه او چيني د غريبانو په وس كښ?? نه دي ٬ زمونږ حكومت روژه كښ?? په چينو او اوړه سبسډي وركولو سره آرزان كړې ۔ ده ووئيل په يواځې د پنجاب پرمختګ د پاكستان پرمختګ نه دې ٬ د ټولو صوبو په يو ډول پرمختګ باور لرو ٬ په حقيقي پاکستان كښ?? به ټولو له يو ډول موقع وركولې شي ٬ د خېبر پښتونخوا پشمول د ټول هېواد اولس له به د روغتيا ويړيا آسانۍ وركولې شي ٬ د كے پي كے وزيراعليٰ دې په ټولو روغتونونو كښ?? ويړيا داروګان او درملنه باوري كړي كه وزيراعليٰ اوړه آرزان نه كړل نو دې لپاره به په اربونو روپۍ وركولو سره د صوبې اولس له اوړه په آرزانه بيعه وركولې شي ٬ د اوړو چې كومه بيعه پنجاب كښ?? ده هغه بيعه دې په خېبرپښتونخوا كښ?? هم وساتلې شي ٬ خادم پاکستان به د اولس په پرمختګ كښ?? ولاړ خنډان لري كوي ٬ زمونږ حكومت د اولس په سوالۍ باور لري او دې لپاره چمتو دې۔ وزيراعظم پاکستان ووئيل څلور كاله يو وزيراعظم اولس ته دروغ وئيلي دي هغه اولس ته ښودلو له څه نه لري ٬ تير حكومت قرضې اخستلو سره د هېواد معيشت تباہ کړې دې تر څو به د نورو څخه هير (سوال) غواړو دې سره ژوند نه كېږي دا په ژوند مرګ دې لوے څښتن فرمائي محنت وكړئ او په خپلو پښو ??در??ږئ۔يوه وځ به راځي چې زمونږ بيرغ به د ټولي نړۍ په بيرغونو هسك وي ٬ کاميابۍ لپاره به د ستونزو مقابله كوم ۔ ده باور وركړو چې د غنمو په اړه به زمونږ د اړخه كومه ګيله نه راځي هېواد كښ?? په زيات مقدار كښ?? غنم شته دې لپاره ضروري ده چې صوبائي حکومت د غنمو منصفانه وېش وكړي ۔ ده د 132کے وي پورن ګرډاسټيشن په درې مياشتو كښ?? د بشپړولو سپارښتنه وكړه او بشام كښ?? د ميډيکل کالج جوړولو پشمول ئې د ??ني??دي مسئلو حل كولو لپاره د دوه اربه روپو ګرانټ اعلان کړو۔په آخر كښ?? ده د اولس څخه لوظ واخست چې محنت به كوئ ،پاکستان به عظيم هېواد جوړوئ،هېواد څخه به د خير غوښتلو رواج ختموئ په دې په پنډال كښ?? موجود وګړو په يوه خوله ووئيل”ان شاءاللہ“
كله چې څلور واړه صوبې پرمختګ وكړي نو دا به د پاكستان پرمختګ وي، په محنت سره به پاکستان په نړۍ كښې وړاندې ځي. د وزیراعظم شهباز شریف اولسې غونډې ته وينا
مضمون کا ماخذ : مصر کی میراث