اسلام آباد 16 فروري(اے پي پي) د پاكستان هوائې ځواك مشر اېئر چیف مارشل سهېل امان سره د سری لنکا د بحريې كمانډر وائس اېډمرل وجے ګنارتنے په مشرۍ كښې پلاوي ليدلي دي ۔ د پاك فضائي وياند له مخې د سري لنكا د بحريې پلاوي د زيارت په ورځ اسلام اباد كښې مركزي دفتر ته لاړ او د هوائي ځواك مشر اېئر چيف مارشل سهېل امان ئې هركلے وكړو او د هوائي ځواك يوې چټك دلې پلاوي ته ګارډ آف آنر وړاندې كړو۔ مېلمنو د فضائې شهيدانو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره د شهيدانو په يادګار د ګلونو څادر وغوړو۔ د دې نه پس پرنسپل سټاف افسران پلاوي سره معرفي كړې شول ۔ پلاوي اېئر چيف مارشل سره ملاقات كښې په پېشه وره چارو ئې خبرې اترې وكړې۔ دواړو مشرانو يو بل له ډالۍ هم وركړې
مضمون کا ماخذ : ایزٹیک واریر شہزادی