اسلام آباد 11نومبر (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي په نړيوالې ورورولۍ زور راوړے چې مقبوضه جمو او کشمير كښې د بشري حقونو روانو سختو خلاف ورزو مخنيوي او مظلومه کشميريان د هند قابضو عسكرو د ظلم او جبر څخه ساتلو كښې خپل كردار ترسره كړي۔د زيارت په ورځ د او آئي سي د جمو او كشمير خاص استازي يوسف الدوبے سره شريك خبرې کنفرنس ته وينا كښې خارجه وزير ووئيل مقبوضه جمو او کشمير كښې پرله پسې د هند جارحيت او بربريت له امله د کشميريانو معيشت ته 9 اربه ډالره څخه زيات زيان رسولے شوے ۔ده ووئيل د 5 اګست 2019 د هند غير قانوني اقداماتو په وجه کشميريانو لوي معاشي زيان پورته كړے او دې سره د هغوې سيلګري ختمه شوې۔خارجه وزير ووئيل نن چې کشميريان د څومره ستونزو سره مخ دي،وړاندې چرته هم نه وؤ ، کشميريان د ډيلي سرکار څخه متنفر ي ۔ خارجه وزيرشاه محمود قريشي ووئيل د او آئي سي نمائنده څنګه په آزادۍ سره مظفر آباد ته ځي او هلته د وګړو سره ملاقات كوي ، ارمان كه داسې په سري نګر كښې هم وو۔ د کشميريانو په هلو ځلو كښې د پاکستان د مرستې پخلې كولو سره خارجه وزير ووئيل د او آئي سي خاص استازے دې د نړۍ په غټ فورمز د بې ګناه کشميريانو غږ پورته كولو له مرسته وكړي۔ده د كورونا وباﺀ په مهال د هند غير قانوني اقداماتو غندنه كولو سره هيله څرګنده كړه چې اسلام آباد كښې د او آئي سي خارجه وزيرانو راروانه غونډه به د كشمير اولس غږ ته د ودې وركولو ذريعه وګرځي۔شاه محمود قريشي ووئيل مارچ 2022 كښې د او آئي سي خارجه وزيرانو غونډه به په اسلام آباد كښې كېږي۔د او آئي سي خاص استازي ووئيل زما د دورې مقصد مقبوضه جمو او کشمير كښې د انساني مسئلو زمكيز حقيقت مشاهده کول دي۔د او آئي سي نمائنده يوسف الدوبے په دې موقع ووئيل نيويارك كښې چې په 2020 كښې كومه غونډه شوې وه په هغې كښې دا ټولې خبرې هغه وخت شوې ېي، د دې دورې حاجت ځكه رامخې ته شو چې زمونږ سيکريټري جنرل او خارجه وزيرانو زه خاص استازے او زمونږ د بشري حقونو نمائنده طارق ته د دې دورې كولو سپارښتنه كړې وه دغسې چې د ټولو اړخونو جاج واخستلے شي او کشمير كښې صورت حال په عملي توګه اوګورې او دا تجزيه وكړو دغسې چې دا ترسره شي چې هلته د وګړو څه زيان شوے ۔په دې اړه حتمي رپورټ به راروان كال مارچ كښې كيدونكې د او آئي سي خارجه وزيرانو غونډې ته وړاندې كولے شي
نړيواله ورورولي دې مقبوضه جمو او کشمير كښې د بشري حقونو سختو خلاف ورزو مخنيوي او کشميريان د قابضو عسكرو د ظلم او جبر څخه ساتلو له كردار ترسره كړي، خارجه وزير شاه محمود قريشي
مضمون کا ماخذ : estratégias para loteria