اسلام آباد 21 مارچ (اے پي پي)د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئېلي دي چې وزيراعظم عمران خان او د پاكستان تحريك انصاف حكومت د مافياز په ضد كلك ولاړ دے٬ د غلو او شوكمارو په ضد به هلې ځلې روانې وي٬آرټيكل 63 اے د آئين بنيادي برخه ده٬د خلكو ضمير اخستلو٬لوټا كريسي او د منتخب حكومت په ضد په سازش د سترې محكمې څخه تشريح غوښتې شوې٬د سپريم كورټ څخه چې ځواب راشي٬هغه به اولس ته وړاندې كوو٬د او آئي سي كنفرنس په ضد چې څومره سازشونه اپوزېشن وكړو دومره هند او اسرائيل نه دي كړې٬د (ن)ليګ مېډيا سيل د پي ټي آئي ډي پيز جوړولو سره د پوځ په ضد كمپائن چلوي۔ ده دا خبره د ګل په ورځ د سپريم كورټ په خوا كښې مېډيا سره په خبرو كښې كړې۔په دې موقع د توان وفاقي وزير حماد اظهر او د پارليماني چارو صلاحكار ډاكټر بابر اعوان هم موجود وو۔ چوهدري فواد حسېن ووئيل چې په سپريم كورټ كښې نن د كيس اورېدنه وشوه٬ آرټيكل 63 اے د آئين بنيادي برخه ده ٬د خلكو په ضمير اخستلو سپريم كورټ ته وئېلي شوي چې په موجوده حالات كښې د آرټيكل63 اے دې تشريح وكړې شي او بايد ووئېلې شي چې د پاكستان آئين له مخې د ضمير خرڅونكو٬لوټا كريسي٬د ووټ خرڅولو اجازه شته يا نه٬د سپريم كورټ څخه چې څه هم ځواب راشي اولس ته به وړاندې كولې شي۔ده ووئيل چې وزيراعظم عمران خان او د پاكستان تحريك انصاف حكومت د مافياز په ضد كلك ولاړ دے٬مونږ ته د وړومبۍ ورځې څخه پته وه چې د مافياز په ضد په اقداماتو به زمونږ په ضد سازشونه كېږي٬ډاكوان ختمول به يو لويې چېلنج وي٬دا وړومبۍ موقع نه ده چې وزيراعظم عمران خان د دې ډول چېلنجونو مقابله كړې٬عمران خان په ژوند كښې تل لويې چېلنجونه اخستلي٬موجوده چېلنج به هم خپل انجام ته رسولې شي۔ده ووئيل چې د قامي اسمبلۍ غونډه كه د مارچ په 22مه نېټه ونه شوه نو په 25 به وشي۔ده ووئيل چې موجوده اپوزېشن د او آئي سي په ضد چې څومره كمپائن چلولې دومره هند او اسرائيل نه دې چلولې۔د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل جې عمران خان په نړۍ كښې د اسلامو فوبيا په ضد كمپائن پېل كړې٬د ناموس رسالت(ص)يې حفاظت كړې٬عمران خان په پاكستان كښې اسلامي فلاحي ممكلت لپاره مخ په وړاندې روان دے۔ ده ووئيل چې د اپوزېشن ماشومان د اسلامي خارجه وزيرانو د كنفرنس د خرابولو هڅې كوي۔د اسلامي خارجه وزيرانو د كنفرنس نېټه يو كاله وړاندې ټاكلې شوې وه۔د دې د حتمي نېټې اعلان هم 6 مياشتې وړاندې شوې و۔كه اپوزېشن خپل قرارداد لس ورځې پس جمع كړی و نو كوم قيامت به راغلې و۔ده ووئيل چې اپوزېشن ټولې هڅې د پاكستان ګټو ته زيان رسولو لپاره دي
د غلو او شوكمارو په ضد به هلې ځلې روانې وي٬آرټيكل 63 اے د آئين بنيادي برخه ده٬د خلكو ضمير اخستلو٬لوټا كريسي او د منتخب حكومت په ضد په سازش د سترې محكمې څخه تشريح غوښتې شوې۔ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن مېډيا سره خبرې
مضمون کا ماخذ : خوش قسمت لڑکی