اسلام آباد 04 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي پاکستان اروپائي ائتلاف سره د مشتركه اقدارو٬ امن٬ خوشحالۍ او د پرمختګ په مقاصدو آډانه اړيكو ته ډېر اهميت وركوي، پاکستان په نړيواله كچه د كاربن په اخراج كښې د برخې د نشتوالي باوجود د ماحولياتي بدلون اثرات نه تر ټولو زيات ځپلو هېوادونو كښې شامل دے، هيله لرو چې نړيواله ورورولي به د بحالۍ او بيا رغونې په پړاٶ كښې د موثره شركت د لارې د سېلاب له امله د پېدا شوي صورتحال مخنيوي له هڅې ګړندۍ كړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده كرائسز مېنجمنټ لپاره اروپائي كمشنر جينز لينارکيچ سره په خبرو كښې كړې چا چې د نهې په ورځ وزيراعظم سره ملاقات كولو۔ وزيراعظم په پاکستان كښې د موسمياتي بدلون له امله د سخت سېلاب نه پس د اروپائي ائتلاف لخوا د مرستې ستائنه وكړه او دوي ئې د سېلاب له امله فصلونو٬ كورونو٬ څاروو او بنيادي ډهانچې ته د رسېدلي زيان او د 1600 نه د زياتو كسانو د مړينې نه خبر كړل ۔ وزيراعظم ووئيل پاکستان په نړيواله كچه د كاربن په اخراج كښې د برخې د نشتوالي باوجود د ماحولياتي بدلون اثرات نه تر ټولو زيات ځپلو هېوادونو كښې شامل دے، هيله لرو چې نړيواله ورورولي به د بحالۍ او بيا رغونې په پړاٶ كښې د موثره شركت د لارې د سېلاب له امله د پېدا شوي صورتحال منفي اثرات مخنيوي له هڅې ګړندۍ كړي۔ وزيراعظم د سېلاب ځپليو مرستې لپاره د وزيراعظم فلډ ريليف فنډ جوړولو پشمول د حكومت لخوا د شوو اقداماتو ذكر وكړو٬ په فلډ ريليف فنډ كښې د هېواد او د نړيوالو ذريعو لخوا عطيات جمع كېدے شي٬ د پاکستان او اروپائي ائتلاف د لوړې كچې په رابطو د اطمينان څرګندونه كولو سره وزيراعظم دا هيله څرګنده كړه چې دواړه ډلې به د خپلو دوه اړخيزه تجارتي او د سرماي كارۍ روابطو لا قوي كولو لپاره په ګډه كار روان ساتي دغسې چې د كال 2023 نه پس هم جي اېس پي پلس سكيم څخه ګټه پورته كړې شي
پاکستان اروپائي ائتلاف سره د مشتركه اقدارو٬ امن٬ خوشحالۍ او د پرمختګ په مقاصدو آډانه اړيكو ته ډېر اهميت وركوي۔ وزيراعظم شهباز شريف
مضمون کا ماخذ : کوئٹہ لاٹری