اسلام آباد 30 اګست (اے پي پي) د چين صدر شي جن پنګ او وزيراعظم لي كي چيانګ په پاكستان كښې د سېلاب له امله په ځاني او مالي زيان د پاكستان مشرتابه او اولس سره د بشپړه يو والي او د افسوس څرګندونه كړې۔ په پاكستان كښې د چين سفير نونګ رونګ د چين صدر او وزيرعظم خاص پېغام صدر مملكت ډاكټر عارف علوي او وزيراعظم محمد شهباز شريف ته رسولې۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس د مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف د چين صدر شي جن پنګ او د وزيراعظم لي كي چيانګ لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم ووئيل چې د تل پشان د چين مشرتابه او اولس د پاكستان د ملګرتيا او د زړه د اخلاص څرګندونه كړې۔ ده ووئيل چې د صدر شي جن پنګ او د وزيراعظم لي كي چيانګ د زړه نه مننه كوو۔ د يادنې وړ ده چې د چين لخوا د پاكستان سېلاب ځپليو لپاره د 100 ملين يو آن(آر اېم بي)مرستې اعلان كړې۔ د چين لخوا د 25000 خيمو او نورو مرستې څيزونه عطيه شوې۔ د چين فضائيه پروازونو 300 خيمو وړومبۍ پېره نن او سبا كراچۍ راورسېږي۔ په پاكستان كښې د چين سفير نونګ رونګ كراچۍ كښې د مرستې سامان پاكستاني چارواكو ته حواله كړو۔ د چين لخوا د سېلاب ځپليو لپاره د مرستې وركولو په اړه د اقتصادي چارو ډويژن د چين سفير د كراچۍ څخه په بېرته راتللو به په باضابطه توكه خبر كړی شي۔ د چين سفير نونګ رونګ د چين د مشرتابه پريكړې څخه د پاكستان حكومت خبر كړې
د چين صدر او وزيراعظم د سېلاب له امله په ځاني او مالي زيان د پاكستان مشرتابه او اولس سره د بشپړه يو والي او د افسوس څرګندونه وكړه
مضمون کا ماخذ : پاکستان کی لاٹری کی تاریخ