اسلام آباد 13 مئي (اے پي پي)د پاكستان حكومت او اولس د متحده عرب امارت صدر شېخ خليفه بن زيد النهيان په مرګ غمرازي كړې۔د خارجه دفتر وياند لخوا جاري شوي بيان له مخې د يو اے اي صدر په مړينه متحده عرب امارات د يو بصيرت لرونكې لارښود او پاكستانے اولس د يو مخلص دوست څخه محروم شوېي ۔وياند ووئيل شېخ خليفه د عرف امارات په پرمختګ كښې كليدي كردار ترسره كړے او عرب امارات د يو معاشي طاقت په توګه رامخې ته شوے۔د پاكستان اولس به د ارواښاد سخاوت او مرسته تل ياده ساتي۔وياند ووئيل زمونږ دعاګانې او همدردۍ د النهيان كورنۍ او د امارات وروڼو سره دي۔لوي څښتن دې دوي ته د دې زيان زغملو توفيق وركړي۔پاكستان د متحده عرب امارات اولس سره د يو والي څرګندونې لپاره د مئي د 13مې نېټې نه تر 15مه نېټې د درېو ورځو غم اعلان كړے۔په دې موقع به قامي بېرغ ټېټ ساتلے شي۔
مضمون کا ماخذ : اسرار ریلز