اسلام آباد 25 مارچ (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي چې پاكستان هنګري سره خپلو اړيكو او ګڼ اړخيزه مرستې ته خاص اهميت وركوي، د دواړو هېوادونو ترمېنځه د توان، متبادل توان ، انفارمېشن ټېكنالوجې، خوراك او د سېلګرې په څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې زياتولو پراخه موقعې موجود دي. خارجه وزير شاه محمود قريشي دا خبرې د زيارت په ورځ په خارجه وزارت كښې د پاكستان او هنګري ترمېنځه د تجارتي او اقتصادي ونډو د پرانستې دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې. د پرانستې دستوره په خارجه وزارت كښې وشوه. خارجه وزير شاه محمود قريشي او د هنګري خارجه وزير پېټر سجارتو ﴿د وېډيو لنك د لارې﴾ د هنګري پاكستان د تجارتي او اقتصادي ونډو او د هنګري پاكستان بزنس فورم په وړومبې غونډه كښې ګډون وكړو. خارجه وزير شاه محمود قريشي دستورې ته په خپله وېنا كښې ووئيل چې پاكستان هنګري سره خپلو اړيكو او ګڼ اړخيزه مرستې ته خاص اهميت وركوي. ده ووئيل چې د دې ونډو پرانستې سره به د دواړو هېوادونو ترمېنځه تجارتي او اقتصادي مرسته وده وكړي. ده ووئيل چې مونږ په دې خوشحاله يو چې هنګري د پاكستان زده كوونكو ته تعليمي وظيفې وركوي او په دې د هنګري د مشرتابه مننه كوو. ده ووئيل چې مونږ د پاكستان او هنګري د شريك اقتصادي كميشن د دوهمې غونډې كوربتوب كولو ته تيار يو. ده ووئيل چې د وزيراعظم عمران خان د وژن له مخې مونږ خپل جفرافيائي سياسي ترجيحات په جعرافيائي معاشي ترجيحاتو كښې بدلوو او په كاروبار كښې د اسانيې نړيوالې درجه بندې له مخې د پاكستان په رېنكنګ كښې 28 درجې بهتري راغلې كومه چې زمونږ د مثبت اقتصادي پالېسو نتيجه ده. شاه محمود قريشي ووئيل چې د هنګري او پاكستان ترمېنځه د توان، متبادل توان ، انفارمېشن ټېكنالوجې، خوراك او د سېلګرې په څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې زياتولو پراخه موقعې موجود دي. د هنګري خارجه وزير په بېلا بېلو څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې ودې په اړه د خارجه وزير قريشي په هڅو مننه وكړه. خارجه وزير شاه محمود قريشي د هنګري خارجه وزير ته د پاكستان د دورې كولو بلنه وركړه كومه چې ده قبوله كړه. د هنګري خارجه وزير ووئيل چې هغه به لوي لوي كاروباري پلاوي سره يو ځائ ډېر زر د پاكستان دوره وكړي.
پاكستان هنګري سره خپلو اړيكو او ګڼ اړخيزه مرستې ته خاص اهميت وركوي. د خارجه وزير شاه محمود قريشي د هنګري- پاكستان تجارتي او اقتصادي ونډو او د هنګري- پاكستان بزنس فورم ته وېنا
مضمون کا ماخذ : پاکستان کی مشہور لاٹری