اسلام آباد ۔ 09 جولائی (اے پی پی) پټروليم او قدرتي وسيلو لپاره د قامي اسمبلۍ قائمه كمېټۍ 42 مه غونډه (نن) د ګل په ورځ يوه نيمه بجه پارلېمېنټ هاؤس كښې كمېټي روم كښې كېږي۔ د غونډې مشري به د كمېټۍ چيئرمېن بلال احمد ورك كوي۔ غونډه كښې به كمېټۍ ته د پاكستان سټېټ آئل كلنې كاركردګۍ په اړه بريفېنګ وركولې شي۔ دغسې د وزارت ماتحت ادارو او د پاكستان منرل واټر ډوېلپمنټ کارپورېشن، پی او اېل ټېسټنګ سروس، آئل اېنډ ګېس ډوېلپمنټ کارپورېشن( او جی ډی سی اېل) په اړه به هم بريفېنګ وركولې شي۔ غونډه كښې به د صوبه خېبرپختونخوا كرك ضلع او هنګو كښې د سوئي ګېس غلا په اړه د سوئی ناردرن ګېس چارواكي كمېټۍ ته بريفېنګ وركوي۔ د غونډې په مهال به د نورو چارو هم جاج اخستلې شي۔
مضمون کا ماخذ : جڑواں اسپن