اسلام آباد 18 اپرېل (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري وئيلي دي ترهګرۍ څخه زمونږ قامي سل??متيا٬ د منطقې امن او سوكالۍ ته خط?? پیښ دے٬ پاكستان ترهه ګري يو شريك خط?? ګڼي۔ د زيارت په ورځ شپاړسمې قامي اسبملۍ كښې د نوي پارلماني كال په پېل د پارلمان شريكې غونډې ته خپلې وېنا كښې صدر مملکت آصف علي زرداري د ترهګرۍ لعنت ذكر كولو سره ووئيل د ترهګرۍ مخنيوي لپاره اجتماعي هلو ځلو ته اړتيا ده٬ ګاٶنډيانو هېو??دو??و څخه د ترهګرۍ د ډلو په ضد په سختۍ سره د نوټس اغستو توقع لرو۔ صدر ووئيل ترهګر ډلې زمونږ د امنيتي ځواكونو او اولس په ضد بريدونو كښې ككړې دي٬ده ووئېل د ترهګرو عن??صرو خاتمې لپاره د قام د عزم پخلے كوم٬ زما كورودانې او دوه ځله ټاكلې وزيراعظمه بېنظير ??هټ?? د ترهګرو په مقابله كښې شهيده شوې۔ صدر ووئيل د ترهګرۍ خاتمې لپاره اتحاد او تحريك پېدا كولو كښې به شا ته نه پاتې كېږو۔ صدر ووئيل مونږ په خپلو وسله والو ځواكونو او قانون نافذ كوونكو ادارو وياړ لرو ٬ دوي د ترهګرۍ په ضد جنګ او د قامي پولو په دفاع كښې بلها قربانۍ وركړي۔
ترهګرۍ څخه زمونږ قامي سلامتيا٬ د منطقې امن او سوكالۍ ته خطر پیښ دے۔ صدر آصف علي زرداري
مضمون کا ماخذ : bolão dupla sena