اسلام آباد 21 اپرېل (اے پي پي) د سمندري چارو وفاقي وزير فيصل علي سبزواري د وزارت چوكۍ سنبهالولو نه پس د پاكستان نېشنل شيپنګ كارپورېشن وړومبۍ دوره كړې ۔په دې موقع د پي اېن اېس سي چيئرمېن رضوان احمد د وفاقي وزير هركلے وكړو او په چوكۍ سنبهالولو يې مباركي وركړه۔ده په دې مهال د مرستې او د كار باور وركړو۔د دې نه علاوه وفاقي وزير د پي اېن اېس سي د كار٬پرمختګ او روانو هلو ځلو څخه خبر كړے شو۔په غونډه كښې د سمندري چارو وفاقي اېډېشنل سېكرټري او د پاكستان نېشنل شيپنګ كارپورېشن ايګزېكټو ډائرېكټرز هم موجود وو۔
مضمون کا ماخذ : ایزٹیک واریر شہزادی