اسلام آباد 16 مارچ (اے پی پی) د خارجه چارو خاص مرستيال طارق فاطمی وئيلي دي پاکستان برازیل سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي، د دواړه هېوادونو ترمينځه تجارتی او اقتصادی رابطو مستحكمولو ته اړتيا ده۔ د خارجه دفتر وياند له مخې ده دا خبرې د برازیل پلاوي سره خپلو خبرو كښې وكړې۔ پلاوي د دوهم عمومي سیکتر قنتیلا په مشرۍ كښې د زيارت پھ ورځ خارجه دفتر كښې ده سره وليدل۔ خاص مرستيال د پاکستان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ او میکرو اکنامك استحکام له د کامیابو ذكر وكړو۔ طارق فاطمی پلاوې سوئيلي اسياﺀ كښې د امن او سلامتیا لپاره د پاکستان د هڅو نه هم خبر كړو۔ ده په مقبوضه کشمیر كښې د هندي ځواكونو د اړخه د بشرې حقونو په لړ كښې د سختو خلاف ورزیو حواله هم وركړه۔ خاص صلاحكار نیو کلیئر سپلائرز ډلې (این اېس جی) رکنیت په اړه د برازیل په اصولی دريځ د ده مننه وكړه۔
مضمون کا ماخذ : مصر کی میراث