اسلام آباد 30 جنوری (اے پی پی)د اوبو او برېښنا وفاقي وزير خواجه محمد آصف وئېلي دي چې عمران خان ته پانامه كيس كښې ماتې په نظر راځي٬د دې كبله هغه د قامي اسمبلۍ ماحول خرابوي٬ په ايوان كښې ماحول پياوړې ساتل د ټولو ذمه واري ده۔د ګل په ورځ مېډيا سره خبرو كښې ده ووئيل د پانامه كيس په كاروائۍ به كومه خبره نه كوو ولې دومره به اووايو چې خان صېب ته په دې كيس كښې ښكاره ماتې په نظر راځي۔د دې كبله هغه د قامي اسمبلۍ كاروائي او ماحول خرابوي٬په اسمبلۍ كښې د ماحول خرابولو پېل پي ټي آئي په نعرو وهلو كړې۔د پي ټي آئي د اسمبلۍ غړو ميزونو ته ختلو سره د قامي اسمبلۍ سپكاوې كولو۔ده ووئيل دا ذمه واري قامي اسمبلۍ كښې د موجود سياسي ګوندونو ده چې هغوي د ايوان ماحول په ځاې وساتي۔ ده ووئيل كه د قامي اسمبلۍ ماحول ښه وي نو كاروائي به په مثبت ډول مخ په وړاندې لاړه او د پارلمان اداره به پياوړتيا پلو روانه شي
عمران خان د قامي اسمبلۍ ماحول خرابوي٬د پي ټي آئي غړي مېزونو ته ختلو سره د قامي اسمبلۍ سپكاوې كړې
مضمون کا ماخذ : سپر اسپنر