اسلام آباد 01 مارچ (اے پي پي) د كورنيو چارو وزير چوهدري نثارعلي خان د اقتصادي مرستې تنطيم (اي سي او) سمټ په موقع د امنيت په منظم او مربوط انتظاماتو د انتظاميې ٬ امنيتي او استخباراتي ادارو كردار ستائنه كړې۔ د شورو په ورځ خپل يو بيان كښې ده ووئيل د اي سي او سمټ په موقع د ګډون كوٶنكو مشرانو او حكومت د فول پروف امنيت او د يوې اونۍ په مهال د خارجي پلاويو په راتګ او استوګنې او دوي (نقل او حركت) تګ راتګ په مهال امنيتي انتظامات د ستائنې وړ دي۔ وفاقي وزير د سمټ په موقع د پېنډۍ اسلام اباد د وګړو د مرستې هم مننه وكړه
مضمون کا ماخذ : میگا جیک پاٹس: کلیوپیٹرا