پېنډې 25 دسمبر (اے پي پي) پاكستان مسلم ليګ ﴿ن﴾ لارښود او په سېنېټ كښې د حكومتي ډلې مشر سناتور راجه ظفرالحق وئيلي دي چې قائداعظم محمد علي جناح عظيم لارښود و٬ د ده شخصيت د علم ٬ پوهې او وقار مجموعه وه٬ قائداعظم تل اصولي هڅې كړې دي٬ انګرېزانو به هم ده ته مېن آف سټېل وئيل۔ ده دا خبرې په پېنډې آرټس كونسل كښې د قائداعظم د ولادت د دستورو په لړ كښې د ډاكټر رياض احمد د كتاب دي وركس آف قائداعظم د مخ كتنې دستورې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ راجه ظفرالحق ووئيل چې د قائداعظم تعلق مزدور تنظيمونو سره پاتې شوے او هغه غريبانو سره ودرېدل اعزاز ګڼلو۔ ده ووئيل چې قوم به د نيمې وچې مسلمانانو ته د جلا وطن په ډالې كولو د قائد احسان كله هېر نه كړي او پاكستان به تر قيامت قائم وي۔ ده په كتاب ليكلو د ډاكټر رياض احمد ستائنه وكړه۔
مضمون کا ماخذ : عظیم البینی